دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۶
د مطلب کود : 174909
د افغانستان او اروپایي ټولڼې ترمنځ د ۴۷۴ میلیونه یورو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک لاسلیکول
د نړیوالې پراختیا او همکاریو لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنر ښاغلي نیوین میمیکا، سره د ۴۷۴ میلیونه یورو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د لېندۍ میاشتې په ۶ مه نېټه د جینوا کنفرانس په څنډه کې د نړیوالې پراختیا او همکاریو لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنر ښاغلي نیوین میمیکا، سره د ۴۷۴ میلیونه یورو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د یادې مرستې ژمنه دوه کاله وړاندي اروپایي ټولنې د بروکسل کنفرانس په مهال له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره شوې وه. ټاکل شوې ده، چې دغه مرسته د دریو کلونو په موده کې لګول کېږي. د یادې مرستې له ډلې څخه ۳۱۱ میلیون یورو د افغانستان ملي بودیجې له لارې لګول کېږي.
یاده مرسته د افغانستان ملي بودیجې د ملاتړ لپاره د دولتي جوړونې قرارداد له لارې ځانګړې شوې ده، د عدلي او قضائي، روغتیا او خوراک، د ټاکنو بهیر ملاتړ، د جګړې له کبله د کډوالو او بې ځایه شویو په برخه کې لګول کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxjdy1w6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته