کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او اروپایي ټولڼې ترمنځ د ۴۷۴ میلیونه یورو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک لاسلیکول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 قوس 1397 ساعت 15:36

د نړیوالې پراختیا او همکاریو لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنر ښاغلي نیوین میمیکا، سره د ۴۷۴ میلیونه یورو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.


د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د لېندۍ میاشتې په ۶ مه نېټه د جینوا کنفرانس په څنډه کې د نړیوالې پراختیا او همکاریو لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنر ښاغلي نیوین میمیکا، سره د ۴۷۴ میلیونه یورو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د یادې مرستې ژمنه دوه کاله وړاندي اروپایي ټولنې د بروکسل کنفرانس په مهال له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره شوې وه. ټاکل شوې ده، چې دغه مرسته د دریو کلونو په موده کې لګول کېږي. د یادې مرستې له ډلې څخه ۳۱۱ میلیون یورو د افغانستان ملي بودیجې له لارې لګول کېږي.
یاده مرسته د افغانستان ملي بودیجې د ملاتړ لپاره د دولتي جوړونې قرارداد له لارې ځانګړې شوې ده، د عدلي او قضائي، روغتیا او خوراک، د ټاکنو بهیر ملاتړ، د جګړې له کبله د کډوالو او بې ځایه شویو په برخه کې لګول کېږي.
 


د مطلب کود: 174909

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174909/د-افغانستان-او-اروپایي-ټولڼې-ترمنځ-۴۷۴-میلیونه-یورو-په-ارزښت-همکاریو-هوکړه-لیک-لاسلیکول

آوا
  https://www.avapress.com