د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دوی هڅه کوي څو برمته شوي مسافر د قومي مشرانو په منځنګړیتوب او له طالبانو سره د مذاکرې له لارې خوشې کړي.
هغه وويل، که د دولت ضد وسلهوالو سره د قومي مخورو دا خبرې بېنتیجې پای ته ورسېدې، دوی به په نظامي اقدام لاس پورې کړي.