د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، افغان حکومت د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره جدي اقدامات کړي دي.
عبدالله: د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره جدي اقدامات شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 قوس 1397 ساعت 12:00
د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، افغان حکومت د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره جدي اقدامات کړي دي.
عبدالله عبدالله پرون د جنيوا د دوه ورځني کنفرانس په پاى کې د وينا پر مهال وويل:
"د افغانستان حکومت د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان ملي ستراتيژي جوړه کړې ده. هيله مند يو د دې ستراتيژۍ په عملي کېدو سره بالاخره په افغانستان کې اداري فساد تر ډېره حده پورې کم شي."
ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې په افغانستان کې ناامني لاهم د ډېرو کارونو په وړاندې لوى خنډ وباله.
د جنيوا په کنفرانس کې د ٦١ هېوادونو او ٣٥ نړيوالو سازمانونو استازو، دغه راز د مدني ټولنې، خصوصي سکټور او مطبوعاتو غړيو برخه اخېستې وه.
دغه کنفرانس چې د سې شنبې په ورځ پيل شوى و، پرون چهارشنبه د يوې ګډې اعلاميې په تأييد سره پاى ته ورسېد.
د مطلب کود: 174956