کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوناما په هلمند کې خونړۍ پېښې د اندېښنې وړ بللي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 قوس 1397 ساعت 20:03

پر ټویټر لیکلي چې په هلمند کې په یوه وروستۍ اوونۍ کې د کوچنیانو په ګډون د زیات شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو معتبر راپورونه ور رسېدلي او اندېښنه لري.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما په هلمند کې په وروستۍ یوه اوونۍ کې خونړۍ پېښې د اندېښنې وړ بللې دي.
یوناما نن پنجشنبه د نومبر ۲۹مه، پر ټویټر لیکلي چې په هلمند کې په یوه وروستۍ اوونۍ کې د کوچنیانو په ګډون د زیات شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو معتبر راپورونه ور رسېدلي او اندېښنه لري.
یوناما ویلي، د جګړې ټولې خواوې مسؤلیت لري چې د نړیوال بشري قانون پر اساس، هر وخت د ملکي وګړو امنیت ته پام وکړي.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت امریکايي قواوو پرون تأیید کړه چې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې پر وسله‌والو طالبانو هوايي حمله شوې ده.
د امریکايي قواوو ویاند په دې حمله کې د ملکي وګړو د وژل کېدو خبر تأیید نه‌کړ.
د هلمند والي وویل چې ملکي وګړو ته تاوان رسېدلی، خو دقیق شمېر یې نه‌دی څرګند.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي عبدالودود پوپل وویل چې په ګرمسېر کې د ملکي تلفاتو شمېر ۳۰ دی.


د مطلب کود: 174993

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174993/یوناما-په-هلمند-کې-خونړۍ-پېښې-د-اندېښنې-وړ-بللي

آوا
  https://www.avapress.com