د امريکا پخوانى ولسمشر جورج ايچ ډبليو بوش د ٩٤ کلونو په عمر پرون مړ شو.
د امريکا پخوانى ولسمشر جورج ايچ ډبليو بوش پرون مړ شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 قوس 1397 ساعت 15:08
د امريکا پخوانى ولسمشر جورج ايچ ډبليو بوش د ٩٤ کلونو په عمر پرون مړ شو.
دى د بل پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش پلار او د امريکا متحدو ايالتونو يوڅلوېښتم ولسمشر و.
د ده د مړينې خبر د ده کورنۍ په يوه اعلاميه کې ورکړى دى.
جورج ايچ ډبليو بوش چې له ١٩٨٩میلادي کاله تر ١٩٩٣میلادي کاله پورې د امريکا ولسمشر و، وروسته يې زوى د ولسمشر په توګه سپينې ماڼۍ ته لار پيدا کړه.
ده پرون د امريکا پر وخت د شپې پر لسو بجو او لسو دقيقو ساه ورکړه.
جوج اېچ ډبيلو بوش په ٢٠١٢ میلادي کال کې اعلان کړى و چې د اندامونو د رېږد يا پارکينسون په ناروغۍ اخته دى.
دا هغه صحي ستونزه ده چې د ناروغ شخص حرکات محدودېږي يا خپل حرکات نه شي کنټرولولاى.
د مطلب کود: 175042