د احمدابا ولسوالۍ قومي مشران او ځوانان وايي، که مرکزي حکومت د مچلغو برښنا بند د جوړیدو چارې پيل نکړي په راتلونکیو ولسمشريزو ټاکنو کې به برخه وانخلي او له دولت سره به پرېکون اعلان کړي.
د پکتيا ولايت د احمدابا ولسوالۍ اوسیدونکی محمد حنیف وايي، چې که په روان کال کې د مچلغو برښنا بند د جوړیدو چارې پيل نشي؛ پر لاريونونو به لاس پورې او په راتلونکیو ولسمشريزو ټاکنو کې به برخه وانخلو.
د سیمې هجران نومی اوسیدونکی وايي، له تېرو څوکلونو راهیسې د دې بند د جوړیدو وعدې ورکړ شوي؛ خو د چارو پیلولو ته یې پاملرنه نده شوې.
دوی زیاتوي، چې مرکزي حکومت ورسره ۱۸ کاله يوازې وعدې کړي او د ولسونو په سترګو کې خاورې اچوي.
د پکتیا ولایت ویاند عبدالله حسرت بیا وايي، د یاد بند د سروې چارې په خلاصیدو دي او ډېر ژر به يې عملي چارې پیل شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د بند د کار له پیل به مخکې په سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي، چې د تېر په څېر د مچلغو د بند چارې له امنیتي ستونزو سره مخ نشي.
احمدابا ولسوالي ګردیز ته نږدې ولسوالي ده، چې تر نورو ولسواليو یې امنيت خوندي او په ټولو پوځي ادارو کې یې د سيمې اوسیدونکي د سرپه بیه هر راز خدمت ته چمتوالی لري؛ خو حکومت بيا هم دا خلک له پامه غورزولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)