کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فوتبال فدراسیون پر ښځینه غړیو د فزیکي او جنسي ځورونې تورونه رد کړل

اریانا نیوز , 10 قوس 1397 ساعت 20:09

د افغانستان فوتبال فدراسیون هغه راپورونه رد کړل، چې ګویا د فوتبال ښځینه ملي لوبډلې غړي له فزیکي او جنسي ځورونې سره مخ دي.



په وروستیو کې ګاردین ورځپاڼې د افغانستان د ښځینه فوتبال ملي لوبډلې د ځینو پخوانیو غړیو له خولې ویلي، د دې لوبډلې غړي له جنسي ځورونې سره مخ دي.
د افغانستان د فوتبال فدراسیون سرمنشي وایي؛ د ګاردین ورځپاڼې دغه تورونه بې بنسټه دي او دغه ادعا د یو شمېر کسانو لخوا واردیږي، چې د نجونو فوتبال لوبډلې له غړیتوب بې برخې شوي دي.
د فوتبال فدراسیون سکرترجنرال خبرداری ورکړ، چې د فساد دوسیه به په جدي توګه وڅېړل شي.
د ګاردین ورځپاڼې دغه راپور به له افغان نجونو څخه د لوبو فرصتونه واخلي.
د افغانستان فوتبال فدراسیون سکرتر جنرال سید علي رضا آقا زاده وایي: له ګاردین سره مرکه کوونکي هغه کسان دي، چې په تېرو کې د فوتبال فدراسیون غړي وه او له مدیریتي پستونو ګوښه شوي؛ نو، دا اوازې یې خپرې کړې دي.
حکومت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
د افغانستان د نجونو فوتبال ملي لوبډله هم دغه تورونه بې بنسټه بولي او وایي، چې دغه راپور به په جدي توګه وڅېړل شي.
خبریال: عبدالله انوري
 


د مطلب کود: 175071

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175071/فوتبال-فدراسیون-پر-ښځینه-غړیو-د-فزیکي-او-جنسي-ځورونې-تورونه-رد-کړل

آوا
  https://www.avapress.com