دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 175107
اندونيزیا کې د ۶،۳ درجې زلزله شوې
د رېختر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې نن د شنبې په ورځ د اندونيزیا ختیځ سيمې لړزولي، خو د سونامي په اړه خبرداری نه دی ورکړل شوی.

د امريکا ځمکپېژندنې ادارې ویلي، زلزله د شپې په لس بجې د ټياکور ښار شمال ختیځ ۱۳۰ کيلومترۍ کې د سمندر په منځ کې شوې ده.
د اندونيزیا ناورین ته د چمتوالي ادارې ویلي، د زلزلې ټکانونه په ټیاکور کې محسوس شوي او تراوسه يې د مالي او ځاني زیانونو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه کړی.
په دې سیمه کې ډېرې زلزلې رامنځ ته کیږي، چارواکي وايي، ددې وروستۍ زلزلې مرکز ډېر ژور و.
په سپتمبر مياشت کې یوې قوي زلزلې او سونامي ددې هیواد پالو ښار سخت وځاپو ، تر ۲۲۰۰ پورې کسان پکې ووژل شول او زیات ورانی پکې رامنځ ته شو.
https://avapress.com/vdcgzn9quak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته