دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 175108
افغانستان روانې جګړی په اړه امریکا دفاع وزیر نوی څرګندونې
د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جمیز مټیس ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې د پر پای ته رسولو لپاره پر لارو چارو تمرکز کوي ، خو ټینګار یې کړی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د باسلو پلان نه لري.

نوموړی رسنیو ته ویلي، چې امریکا به د ۴۱ هېوادونو د ائتلاف ترڅنګ ولاړ وي چې په افغانستان کې یې دې هڅې ته ژمن دي.
هغه زیاته کړه، چې طالبانو ثابته کړې چې دوی ته د افغانانو ژوند هېڅ ارزښت نه لري. دوی د ټاکنو له لارې بریالي کیدی نشي، له همدې امله ترهګري کوي.
د ښاغلي مټیس په وینا، له افغانستانه د وتلو په صورت کې به امریکا د ترهګرو تر بریدونو لاندې راشي او ټینګار یې کړی چې په دې اړه کره استخباراتي معلومات وجود لري.
نوموړی د اضافي ځواکونو د استولو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرېکړې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې په نږدې ۱۷ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په ملګرو ملتونه کې د افغان سولې لپاره هیله مندي زیاته شوې ده.
 
https://avapress.com/vdchvmnz623nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته