د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د طالبانو د نومول شوی والي د ملا منان دوو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په لښکرګاه ښار کې د ملا منان دوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 قوس 1397 ساعت 12:32
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د طالبانو د نومول شوی والي د ملا منان دوو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د امنیتي ځواکونو په عملیات کې د ملا منان هغو دوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په لښکرګاه ښارکې یې د پوځي منسوبینو، قومي مشرانو او دیني عالمنو په وژلو کې لاس درلود.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیات په پایله کې یو میل وسله او یوه عراده موټرسایکل د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هلمند د افغانستان په جنوب کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د هلمند ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
د مطلب کود: 175111