د ښار او کور جوړونې او د اراضي وزارت سرپرست ښاغلي محمد جواد پیکار د ولسمشر د دوهم مرستیال ښاغلي محمد سرور دانش له خوا د دغه وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په کار یې پیل وکړ.
د افغاننستان جمهوري ریاست دفتر پرون وویل، چې ولسمشر محمد اشرف غني له ښار او کور جوړونې وزارت سره د افغانستان د اراضي ادارې ادغام منظور کړی دی.
د ولسمشر غني په یوه حکم کې راغلي دي، چې د اساسي قانون د ٨٤ مې مادې له مخې او په ادارې سیسټم کې یې د اصلاحاتو د راوستلو په موخه، له ښار او کور جوړونې وزارت سره د افغانستان د اراضي ادارې ادغام منظور دی.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې د ښار جوړونې او راضي وزارت د نوماند وزیر په توګه د محمد جوان پیکار ټاکنه منظور کړې ده.
د جمهور رئیس غني په حکم راغلي دي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مې مادې د ۱۱ مې فقرې له مخې، د ښار جوړونې او اراضي وزارت د نوماند وزیر په توګه د ښاغلي محمد جواد پیکار ټاکنه منظور ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)