دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 175119
د کندهار او هرات ولايتونو ترمنځ د تفاهم د لاسليکولو په موخه مشورتي ناسته ترسره سوه .
د يکشنبې په ورځ د کندهار او هرات ولايتونو ترمنځ د تفاهم د لاسليکولو په موخه مشورتي ناسته ترسره سوه چي پرمهال يې مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب، د افغانستان اسلامي جمهوريت د

چارو د ادارې له لوی ریاست څخه راغلي پلاوي، دولايتي شورا غړو او د ټولو رياستونو مسؤلينو او استازو ګډون کړی وو .
په غونډه کي مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل : د رئيس صاحب جمهور د لارښووني پر اساس د کندهار او هرات ولايتونو ترمنځ ګډ تفاهم لاسليکېږي چي په دغه تفاهم کي اقتصادي، تجارتي، کلتوري، زده کړييزي او داسي نوري برخي ځاي پر ځاي سوي دي .
هغه زياته کړه : په دغه تفاهم سره به د کندهار او هرات ولايتونو تجارانو، محصلينو او زده کوونکو او عامو اولسونو ته هر اړخيزه اسانتياوي رامنځته سي چي د دواړو ولايتونو لپاره به مؤثري او ګټوري تمامي سي، نوموړي په دغه برخه کي د ټولو دولتي ادارو له مسؤلينو څخه غوښتنه وکړه چي د دغه تفاهم په اړه خپل نظريات د ولايتي ادارې او راغلي پلاوي سره شريک کړي ترڅو هغه هم په دغه تفاهم کي ځاي پر ځاي کړل سي .
وروسته په غونډه کي د راغلي پلاوي لخوا ګډونوالو ته پريزينټېشن وړاندي سو او د ټولو رياستونو مسؤلينو هم خپل نظريات وړاندي کړه .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvievhuqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته