د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۹ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۱۰۱ځانګړي کوماندویي دندې او ۲۱هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۷۵ پروازونه ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۶۵تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۲۹ تنه ټپیان او ۲ تنه داعشیان نیول شوي دي .
دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، میدان وردګو، کندهار، کاپیسا، زابل، فراه، فاریاب او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې د غزني ولایت د ده یک، ګیرو او اندړو په ولسوالیو کې ۳۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۷ تنه تپیان او د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر له منځه وړل شوی، د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه تپیان، د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او د هلمند ولایت د نهر سراج او ګرمسیر په ولسوالیو کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
همدا راز د زابل ولایت د شلمزیو په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، د کندهار ولایت د خاکریز په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان، د فاریاب ولایت د قیصار په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه ټپیان او د ننګرهار ولایت د روداتو په ولسوالۍ کې ۲ تنه داعشیان نیول شوي دي .
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)