د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوېنې پر بنسټ سږکال به ورښتونه ډېر وي او له همدې امله دغه وزارت خپلو ریاستونو او اړوندو څانګو ته ویلي چې د کرنې وزارت تراکتورونه دې د للمي ځمکو بزګرو په اختیار کې ورکړل شي.
ښاغلی رستمي وایي، تېر کال په ۵۸زره جریبه ځمکه کې للمي غنم کرل شوي وو، خو سږکال په پام کې ده چې له ۶۰ زره جریبه نه په زیاته ځمکه کې للمي غنم وکرل شي.
د رستمي په خبره، د للمي غنمو زیات کښت د بزګرو پر اقتصادي وضعیت هم اغېز لرلی شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)