کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رستمي: تراکتورونه دې د للمي ځمکو بزګرو ته ورکړل شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 قوس 1397 ساعت 16:05

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د للمي کښت زیاتوالي لپاره په وړیا ډول بزګرانو تراکتورونه په واک کې ورکوي.



د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوېنې پر بنسټ سږکال به ورښتونه ډېر وي او له همدې امله دغه وزارت خپلو ریاستونو او اړوندو څانګو ته ویلي چې د کرنې وزارت تراکتورونه دې د للمي ځمکو بزګرو په اختیار کې ورکړل شي.
ښاغلی رستمي وایي، تېر کال په ۵۸زره جریبه ځمکه کې للمي غنم کرل شوي وو، خو سږکال په پام کې ده چې له ۶۰ زره جریبه نه په زیاته ځمکه کې للمي غنم وکرل شي.
د رستمي په خبره، د للمي غنمو زیات کښت د بزګرو پر اقتصادي وضعیت هم اغېز لرلی شي.
 


د مطلب کود: 175127

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175127/رستمي-تراکتورونه-دې-د-للمي-ځمکو-بزګرو-ته-ورکړل-شي

آوا
  https://www.avapress.com