دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 175129
افغان او بهرنیو ځواکونو غزني کې ۶۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان په جنوب ختېځ کې افغان پوځ ادعا کوي چې د غزني ولایت په مربوطاتو کې څخه باندې ۶۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، افغان امینتي او ائتلافي هوایي ځواکونو د غزني ولایت د اندړو، ده یک، قره باغ، ګیرو ولسوالیو او مرکز پورې اړوند سیمو کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.
خبرپانه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو ۱۷ تنه وسله وال ټپیان هم شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په وینا، په وژل شویو کې د ده یک ولسوالي لپاره د طالبانو نظامي مسول حضرت خالد، دوه تنه سرګروپان جلیل او محمدالله هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې همدارنګه ایتلافي ځواکونو د یوه هوایي برید په پایله کې د ده یک ولسوالۍ مربوطاتو کې یو عراده ټونس موټر چې چاودیدونکي توکي پکې ځای پرځای شوي و له منځه وړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو د قره باغ په ولسوالۍ اړوند د کابل کندهار لومړي نمبر لارې په اوږدو کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه نور یې ټپیان دي او دوه تنه ژوندي نیولشوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaumn6o49n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته