کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد امنیتی وضعیت لپاره ولسمشر غنی، جنرال عبدالرشید دوستم او معصوم ستانکزی ګټه غونډه

11 قوس 1397 ساعت 21:44

ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستو او د ملي امنیت ریاست مشر معصوم ستانکزي د هېواد د امنیتی وضعیت په اړه په یوه غونډه کې سر خبرې کړي دي.



د ولسمشر لومړی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جنرال دوستم له ولسمشر غني او له ښاغلي ستانکزي سره د هېواد د روان امنیتي وضعیت او په خاصه توګه په فاریاب ولایت کې یې د لا زیاتو نا امنیو د مخنیوي پره خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه غونډه کې د ملي امنیت شورا مرستیال ډاکټر حمد الله محب هم ګډون کړی و، چې په ترڅ کې یې د هېواد د زیان منوونکو سیمو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په دغه غونډه کې له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو په اړه هم بحث او خبرې وشوې، چې په پایله کې یې د حکومت مشرانو د خبرو اترو پر لا ګړندیتوب ټینګار وکړ.
 


د مطلب کود: 175153

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175153/د-هیواد-امنیتی-وضعیت-لپاره-ولسمشر-غنی-جنرال-عبدالرشید-دوستم-او-معصوم-ستانکزی-ګټه-غونډه

آوا
  https://www.avapress.com