دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۴۴
د مطلب کود : 175153
د هیواد امنیتی وضعیت لپاره ولسمشر غنی، جنرال عبدالرشید دوستم او معصوم ستانکزی ګټه غونډه
ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستو او د ملي امنیت ریاست مشر معصوم ستانکزي د هېواد د امنیتی وضعیت په اړه په یوه غونډه کې سر خبرې کړي دي.

د ولسمشر لومړی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جنرال دوستم له ولسمشر غني او له ښاغلي ستانکزي سره د هېواد د روان امنیتي وضعیت او په خاصه توګه په فاریاب ولایت کې یې د لا زیاتو نا امنیو د مخنیوي پره خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه غونډه کې د ملي امنیت شورا مرستیال ډاکټر حمد الله محب هم ګډون کړی و، چې په ترڅ کې یې د هېواد د زیان منوونکو سیمو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په دغه غونډه کې له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو په اړه هم بحث او خبرې وشوې، چې په پایله کې یې د حکومت مشرانو د خبرو اترو پر لا ګړندیتوب ټینګار وکړ.
 
https://avapress.com/vdchmmnzx23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته