دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 175183
زلمي خلیلزاد د افغان سولې اړوند خپل دریم سفر پیل کړی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته خپل دریم سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې ویب پاڼې ویلي چې ښاغلی خلیلزاد به په خپل دریم سفر کې پر افغانستان سربېره پاکستان،روسیه، ازبکستان،ترکمنستان، بلجیم، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفرونه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې د ښاغلي خلیلزاد سفر د ډیسمبر پر دوهمه پیل شوي چې د همدې میاشتې تر ۲۰ نېټې به دوام وکړي.
زلمي خلیلزاد هم پر خپل ټوېټر پاڼه د خپل دریم سفر د پیلولو خبر ورکړی دی.

بیان وايي چې ښاغلی خلیلزاد به د افغان سولې د خبرو اترو د پیاوړتیا په هدف له افغان چارواکو، نورو سیاسي بهیرونو او خلکو سره خبرې وکړي.
ښاغلي زلمي خلیلزاد د تېرې نومبر میاشتې پر اتمه نېټه هم د افغان سولې اړوند د سیمې هېوادونو ته سفر تر سره کړ.
نوموړي د خپل دوهم سفر پر مهال پر افغان چارواکو سربېره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره هم وکتل.
ښاغلي خلیلزاد د خپل دوهم سفر په جریان کې په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د سولې د خبرو د بهیر په اړه "په احتیاط خوشبین" او "هیله من" دی.
نوموړي ویلي و هیله لري چې له طالبانو سره د سولې تړون د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaamn6e49n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته