د ملي امنیت ریاست نن په یوه بیان کې ویلي دي چې د کابل ښار د پینځمې ناحيې د یوه جومات د امام زوی او د اتمې امنیتي حوزې یو برحاله افسر د حقاني شبکې د یوه قوماندان لهخوا چې په میدان وردګ ولایت کې فعالیت کوي، دې تروریستي شبکې ته جذب شوي وو او څو ورځې وړاندې يې د کابل ښار د یوه دیني عالمان وژلو ته استولي وو.
بیان وايي، ځانګړو امنیتي ځواکونو دا دواړه کسان چې بې غږه تفنګچه ورسره وه، مخکې تردې چې خپل پلان عملي کړي، ونیول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)