دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 175188
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د حقاني شبکې دوه غړي نیولي
د ملي امنیت ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو يې د حقاني شبکې دوه غړي چې د کابل ښار د یوه دیني عالم د وژلو پلان يې درلود، نیولي دي.
د ملي امنیت ریاست نن په یوه بیان کې ویلي دي چې د کابل ښار د پینځمې ناحيې د یوه جومات د امام زوی او د اتمې امنیتي حوزې یو برحاله افسر د حقاني شبکې د یوه قوماندان له‌خوا چې په میدان وردګ ولایت کې فعالیت کوي، دې تروریستي شبکې ته جذب شوي وو او څو ورځې وړاندې يې د کابل ښار د یوه دیني عالمان وژلو ته استولي وو.
بیان وايي، ځانګړو امنیتي ځواکونو دا دواړه کسان چې بې غږه تفنګچه ورسره وه، مخکې تردې چې خپل پلان عملي کړي، ونیول.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfctdycw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته