چارواکي وايي چې په زابل کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ۹ وسلهوال وژل شوي دي.
چارواکي: په زابل کې ۹ وسلهوال وژل شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 قوس 1397 ساعت 15:46
چارواکي وايي چې په زابل کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ۹ وسلهوال وژل شوي دي.
په کندهار کې د رسنیو مرکز په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د صفر درې ځانګړې قطعې ځواکونو تېره ورځ د زابل د شاجوی ولسوالۍ په لودين کلي کې عمليات کړي چې پر مهاليې ۹ تنه وسلهوال وژل شوي او ۱۲ نور نيول شوي دي.
سرچينه وایي چې په دې عملياتو کې افغان ځواکونو له وسلهوالو مخالفينو څخه وسلې او موټرسایکلونه هم نیولي او ټینګار کوي چې ولسي خلکو ته په عملیاتو کې مرګ ژوبله نهده اوښتې.
طالب وسلهوالو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي
د مطلب کود: 175196