دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 175197
د فاریاب په پښتونکوټ کې کلابند کسان لوږې وهلي
د فاریاب ولایتي شورا یو غړی وایي؛ د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په سرحوض سیمه کې وسلوالو طالبانو یوه سیمه کلابنده کړې، چې له کبله یې لسګونه کسان د لوږې او ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.


د فاریاب ولایتي شورا غړی عبدالاحدالبیک وایي، طالبانو له تېرو څو میاشتو دغه سیمه کلابند کړې او سیمې ته د خوراکي توکو د رالیږدولو مخه نیسي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ سیمه ییزو چارواکو د دغې ستونزې د حل ژمنه کړې؛ خو تر دې دمه په دې اړه کوم ګام پورته شوی ندی. که دغې سیمې ته بشپړه پاملرنه ونشي؛ نو یو ستر بشري ناورین به رامنځته شي.
د هېواد په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رییس سید محمد سامع هم د سرحوض د خلکو پر رامنځته شوي حالت اندېښنه ښودلې او ټینګار کوي، چې دولت او امنیتي ځواکونه باید د روانې ستونزې د مخنیوي لپاره چټک ګامونه واخلي.   
 
د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش منلې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د قومندان قادر د کورنۍ څه نا څه سل غړيو ته خوراکي توکي وېشل شوي؛ خو د اړوند سیمې نورو کورنیو ته مرستې رسولی نشو.
دغه راز ویل کیږي، چې لسګونه سیمه ییز پاڅونوال او سلګونه کوماندو ځواکونه هم په دې سیمه کې له بد حالت سره مخ دي؛ خو تر دې دمه حکومت یې د کلابندۍ د ماتولو لپاره هیڅ هم ندي کړي.
طالبانو تر دې دمه د دغه کلي د محاصرې په اړه څه ندي ویلي. په داسې حال کې، چې د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په کلابنده سیمه سرحوض کې یو سپینږیري او یو ماشوم له لوږې مړه شوي دي.
د یکشنبې پر ورځ د افغانستان په مشرانو جرګه کې هم لدې کلابندۍ یادونه وشوه او په ډاګه شوې، چې د اړوند سیمې اوسیدونکیو له دوی سره په دې اړه اړیکې نیولې دي.
فاریاب ولایت د هېواد په شمال کې یوه ناامنه ولایت دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1tdyew6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته