کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا ولسمشر د پاکستان څخه د افغانستان سولې پروسه کې مرستی غوښتنه کړې ده

12 قوس 1397 ساعت 16:07

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاکسان لومړی وزیر عمران خان ته لیک لېږلې او د افغانستان د سولې په بهیر کې یې د اسلام اباد د مرستې غوښتنه کړې ده.



د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري رویټرز خبري اژانس ته دا خبرتائید کړی دی.
د ښاغلي چودهري په وینا، ولسمشر ټرمپ لومړی وزیر عمران ته یو لیک لیکلی دی. نومړی د پاکستان له حکومته غوښتي چې د خبرو په میز کې د طالبانو په راړولو کې همکاري وکړي.
د سپنیې ماڼی چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانانو په مشری د سولې خبرو اترو د پیل لپاره هلې ځلې تیزې شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د یوه پلاوي په مشری پاکستان، افغانستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، عربي متحده اماراتو او قطر ته سفر کوي.
 


د مطلب کود: 175201

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175201/امریکا-ولسمشر-د-پاکستان-څخه-افغانستان-سولې-پروسه-کې-مرستی-غوښتنه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com