دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 175202
د نامسئولو وسله والو ډلو او کسانو په اړه ملی امنیت شورا نوی پریکړه
د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، د امنیتي سکټور جلسه د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ د امنیت شورا په دفتر کې جوړه شوه، چې په ترڅ کې یې د نامسووله وسله والو ډلو او اشخاصو د قانونمند کېدو پالیسي او طرزالعمل په پرنسیپ کې تایید شول.

د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، چې دغه ناسته کې چې د هېواد د امنیتي او دفاعي سکټور غړو هم حضور درلود، د غزني، فاریاب، ننګرهار او فراه ولایتونو سربېره، د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه هم بحث او خبرې وشوې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د امنیتي سکټور وزیرانو، د لاسته راوړنو، امنیتي پلانونو، د ګواښونو کچې، عملیاتونو، اقدماتو او د وضعیت د ښه کېدو لپاره د جدي امنیتي تابیاوو راپور جلسې ته وړاندې کړ.
دم ملي منیت شورا په وینا، په دې ناسته کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لوړېدو په عواملو هم بحث وشو او ټینګار پر دې و، چې ملکي وګړو ته د تلفاتو له اوښتو باید په جدي ډول مخنیوی وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي”د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د امنیتي مسوولینو د راپورنو له اورېدو وروسته، د افغانستان د خلکو د د ښمنانو پر وړاندې د هېواد د امنیتي او دفاعي سرتېرو مبارزه او هڅې وستایلې او د امنیتي او دفاعي بنسټونو ترمنځ یې پر لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ. “
خبرپاڼه زیاتوي”په دې ناسته کې د نامسووله وسله والو ډلو او اشخاصو د قانونمند کېدو پر پالیسۍ او طرز العمل هم مفصل بحث وشو او د جلسې د غړو د نظریاتو له وړاندې کېدو وروسته، پالیسي او طرزالعمل په پرنسیپ کې تایید شول او ټاکل شوې ده، چې د وروستي تایید لپاره د امنیت شورا غونډې ته وړاندې شي. “
 
https://avapress.com/vdccxpqsi2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته