دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 175203
د ۲۰ ډلو ناسته کې د بن سلمان تحقیرآمیز انزوا

 
د نړۍ یواځی څوتنه رهبران د ۲۰ ډلو سرانو په ناسته کې د بن سلمان؛ سعودی ولیعهد سره لاس ورکولو لپاره هغه لوری ته لاړل.
دا لومړۍ ځل وو چی د جمال خاشقچی؛ سعودی منتقد خبرنګار مرګ وروسته چی اصلی عامل یی هغه بلل کیدل، په بین المللی صحنه کې حضور پیدا کړ. له دی مخې د ۲ ډلی ناسته د بن سلمان بین المللی انزوا میزان شکاره کوونکې بلل کیده.
ځینی ګدون کوونکی مشران څو کلمه د هغه سره وکړل؛ خو یواځی یوڅو شمیر کسان هغه لوری ته د لاس ورکولو لپاره لاړل.
ولادیمیر پوتین، روسیه ولسمشر د یو استثنا په حیث یو صمیمانه مسکا د بن سلمان سره درلودل.
عربستان خارجه وزیر دا پیشی په عجولانه توګه په خپل توییتر کې خپرول.
دا شکاره کوی چی سعودی دیپلماتان هم د بین المللی جمعی رسنیو په شان، په یوځای توګه، د سعودی اقتدارګرا ولیعهد سره د نړۍ مشرانو چلند تر نظر لاندی درلود؛ هغه کس چی د یمن مظلوم خلګو وژنو، د یمنی نږدی ۸۵ زره کوچنیانو وژل کیدو د سوء تغذیه له امله، اصلی عامل او همدارنګه د جمال خاشقچی د وژل کیدو اصلی عامل بلل کیږی.
هغه ارجنتاین کې حضور پیدا کولو سره، ددی جنایتونو سره نړۍ دیپلماتانو نبض وآزمایه او دا کولای شی سعودی حاکم کورنۍ دننه او قدرت معادلاتو کې اغیزمند اغیزه ولری.
له بل لوری، نړۍي هم د سعودی اقتدارګرا ولیعهدذ سره په مخ کیدو سره، سختو شرایطو سره مخ شول.
د دموکراسی او بشر حقوقو او بیان آزادی مدعی هیوادونو مشران له یو لوری باید عمومی افکار، رسنۍ او خپل رای ورکوونکو ته شکاره کړی وای چی دا مدرن تمدن ادعا د هیڅ نورو ارزښتونو سره د بدلولو نه دی او هغوی نه شی کولای بشر حقوق، انسانانو مرګ او جنایتونو څخه په دومره آسانی سره تیر شی.
شاید د همدی امله وو چی هم امانوئل مکرون؛ فرانسه ولسمشر او هم ترزا می؛ د انګلیس لومړی وزیره، په ظاهر سره اعلان کړ چی خپل لنډ خبرو کې، د جمال خاشقچی مرګ اصلی عوامل مبهم برخلیک و سعودی ولیعهد و اطلاع ته رسولی دی؛ خو هغه محتوا او خبری چی د یو تلوزیوینی کمری څخه د مکرون او بن سلمان تصادفی خبرو اترو څخه لاسته راغلی دی، دادی چی هغه سعودی شاه زوی ته دا اطمینان ورکوی چی اندیښمند ونه اوسی او هغه رامنځته شوی مسایل د آل سعودی رژیم په ګټه حل او فصل کوی!
د انګلیس لومړی وزیری خبری د بن سلمان سره، تصادفی نه دی ضبط شوی او معلوم نه ده چی د انګلیس لومړۍ وزیر دفتر اعلامیه د هغه خبرو محتوا په اړه، ترکوم ځای پوری صادقانه دی.
ترامپ چی ددی مخکې اعلان کړی وو چی د بن سلمان سره لیدو لپاره هیڅ برنامه نه لری؛ هغه لیدنه چی د سعودی تریبون په روایت سره ډیر صمیمانه او دوستانه وو؛ خو ترامپ د رسنیو او عمومی افکارو او هغه هیواد کنګره فشار څخه تیښتی لپاره، ادعا کړی چی په هغه خبرو کې، هیڅ موضوع په اړه بحث نه دی شوی!
په دی حال کې، پوتین د بن سلمان سره ښه چلند وکړ ترڅو شاید هغه وهڅوی چی مسکو د واشنګتن سره ځای پرځای کړی او هغه توجه و روسیی ته واړوی.
په دی سره، رسنیو تصویرونه شکاره کوی چی بن سلمان په ارجنتاین کې په شدت سره تحقیر او بی عزته شو.
 
https://avapress.com/vdcdzk0fsyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې