دانش: په کابل کې د تمیم وردګ کسانو په ډزو کې ۶پولیس ټپیان شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 قوس 1397 ساعت 17:57

د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د پولیسو لخوا د محکمې د حکم لمخې د یوه کور د خالي کولو پرمهال په دغه کور کې مېشت د تمیم وردګ په نوم کس او ساتونکو یې پر پولیسو ډزې کړي دي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ته وویل چې د یاد کس او ساتونکو په ډزو کې د چټک غبرګون قطعې د رئیس ارکان په ګډون شپږ پولیس ټپیان شوي‌ دي.
نوموړي زیاته کړه چې سیمې ته د دوی ځواکونه رسېدلي تر څو یاد کسان تر پژندلو وروسته ونیسي.
نجیب دانش همدارنګه زیاته کړه چې په دغه کور کې مېشتو وسله والو کسانو پولیسو ته ځان نه دی تسلیم کړی او له هغه ځایه پر پولیسو او خلکو ډزې کوي.
دانش وویل چې تمیم وردګ د افغانستان د پخواني دفاع وزیر رحیم وردګ له دوستانو څخه دی.
 


د مطلب کود: 175208

دمطلب پته: https://www.avapress.com/ps/news/175208/دانش-په-کابل-کې-د-تمیم-وردګ-کسانو-ډزو-۶پولیس-ټپیان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com