د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ته وویل چې د یاد کس او ساتونکو په ډزو کې د چټک غبرګون قطعې د رئیس ارکان په ګډون شپږ پولیس ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې سیمې ته د دوی ځواکونه رسېدلي تر څو یاد کسان تر پژندلو وروسته ونیسي.
نجیب دانش همدارنګه زیاته کړه چې په دغه کور کې مېشتو وسله والو کسانو پولیسو ته ځان نه دی تسلیم کړی او له هغه ځایه پر پولیسو او خلکو ډزې کوي.
دانش وویل چې تمیم وردګ د افغانستان د پخواني دفاع وزیر رحیم وردګ له دوستانو څخه دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)