کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د امنیتی ځواکونو او زورواکو ترمنځ نښته شوی

12 قوس 1397 ساعت 22:14

په پلازمېنه کابل ښار کې امنیتي چارواکي تائیدوي، چې د امنیتي ځواکونو او زورواکو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.



چارواکي زیاتوي، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د کابل ښار په شهر نو سیمه کې رامنځته شوه.
د راپورونو له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي پولیسو یو شمېر سرتېري د یو کور د تخلیه کولو لپاره سیمې ته تللي وو، چې د زورواکو له مقاومت سره مخ شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، د نښتې په ترڅ کې د ملي پولیسو شپږ سرتېري ټپیان شوي دي.
 


د مطلب کود: 175223

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175223/په-کابل-کې-د-امنیتی-ځواکونو-او-زورواکو-ترمنځ-نښته-شوی

آوا
  https://www.avapress.com