دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 175252
د کاپیسا په ولایت کې د جنګی مهماتو یو ډک موټر کشف شوی دی
کاپیسا امنیتی مسؤولین وایی چی یو کرولا ډوله موټر چی د نظامی تهیزاتو څخه ډک وو په دی ولایت کې نیول شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالبصیر خپلواک؛ د کاپیسا پولیسو قومانده په یو خبری ناسته کې خبرنګارانو ته وویل: امنیتی ځواکونه په دی ولایت کې په یو څیړنه کې د سنګ بریده په سیمه کې یو موټر چی ۲۰ میله تفنګچه، ۳ میل کرین کوف، دوه میل کله کوف، ۵۹۵ عدد مرمی تفنګچه او ۳۱۸ ګرام تریاک کشف او لاسته راوړی دی.
د هغه په وینا، قاچاقبران غوښته چی دا نظامی تجهیزات د تګاب ولسوالی استقامت خه ددی ولایت مرکز لوری ته ولیږدوی، خو هغوی ونیول شو.
د کاپیسا ولایت پولیس وایی چی دوه تنه ددی قضیی په تور نیول شوی او د پولیس څیړنې جریان لری.
 
https://avapress.com/vdchmmnzi23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته