دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 175253
طالبانو نومول شوی والی د غور ولایت لپاره ووژل شو
د راپورونوله مخې، د غور ولایت لپاره د طالبانو نومل شوی والي د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوی دی.

د افغانستان پوځ سرچینې وایي، د غور ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي عبدالقیوم چې په روحاني مشهور و، د هلمند ولایت په مربوطاتو کې وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې عبدالقیوم او د هغه پنځه ملګري چې غوښتل یې پاکستان لاړ شي د هلمند ولایت په بهرامچه سیمه کې د ائتلافي ځواکونو تر هوایي برید لاندې راغلل، چې له امله یې نوموړی له خپلو پنځو ملګرو سره یوځای ووژل شو.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالمنان هم د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوی و.
 
https://avapress.com/vdciwwazpt1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته