کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو نومول شوی والی د غور ولایت لپاره ووژل شو

13 قوس 1397 ساعت 11:43

د راپورونوله مخې، د غور ولایت لپاره د طالبانو نومل شوی والي د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوی دی.



د افغانستان پوځ سرچینې وایي، د غور ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي عبدالقیوم چې په روحاني مشهور و، د هلمند ولایت په مربوطاتو کې وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې عبدالقیوم او د هغه پنځه ملګري چې غوښتل یې پاکستان لاړ شي د هلمند ولایت په بهرامچه سیمه کې د ائتلافي ځواکونو تر هوایي برید لاندې راغلل، چې له امله یې نوموړی له خپلو پنځو ملګرو سره یوځای ووژل شو.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالمنان هم د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوی و.
 


د مطلب کود: 175253

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175253/طالبانو-نومول-شوی-والی-د-غور-ولایت-لپاره-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com