کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ورزشکارو انجونو جنسي ځورونو په وړاندی ولسمشر غنی غبرګون

13 قوس 1397 ساعت 11:46

ولسمشر محمد اشرف غني د ورزشکارو نجونو د جنسي ځورونې په اړه راپورونه ټکان ورکوونکي بللي او ویلي یې دي چې ورزشکارانو ته هیڅ ډول سپکاوی د منلو وړ نه دی.



د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غني  د لوی څارنوالۍ ادارې ته لارښوونه کړې، چې په ټول صلاحیت سره یاده قضیه په هراړخیزه او سرتاسري ډول وارزوي.
هغه زیاته کړه، له مقام او موقف څخه ناوړه استفاده زموږ لپاره د منلو نه ده او باید په ورزشي بنسټونو کې د بداخلاقۍ ابعاد کنټرول شي.
ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون ماښام د المپیک ملي کمیټې رئیس او یو شمېر ورزشکارانو سره د کتنې پر مهال وکړې.
ارګ ماڼی وایي د هېواد لوی څارنوال هم په دغه غونډه کې خبرې وکړې او وې ویل، چې د قانون حاکمیت د خلکو د عزت مدافع دی.
هغه زیاته کړه د هېواد لویه څارنوالي تحقیقاتي پلان لري او نن د لوی څارنوالۍ د دویم مرستیال په مشرۍ پلاوي د تحقیق او ارزونې کار رسماً پیل کړ.
د هېواد لوی څارنوال زیاته کړه، د یادې قضیې په اړه څېړنې په هراړخیزه توګه کېږي چې ډېر ژر به د دې څېړنو د لومړنیو پایلو راپور د افغانستان له خلکو سره شریک شي.
 


د مطلب کود: 175254

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175254/د-ورزشکارو-انجونو-جنسي-ځورونو-په-وړاندی-ولسمشر-غنی-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com