کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۸۲سلنه افغانان له طالبانو سره خواخوږي نه لري- سروې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 قوس 1397 ساعت 14:55

د ایشا فاوندېشن بنسټ سروې ښيي چې له وسله والو مخالفینو سره د افغانانو خواخوږي په بېساري ډول کمه شوې ده.



ایشا فاونډېشن وايي، دغه سرویې په ۲۰۱۸ کال کې د امنیت، انتخاباتو، حکومتدارۍ، اقتصاد، اساسي خدماتو، اداري فساد او له طالبانو سره د سولې په اړه له ۱۵۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو استازیتوب کوي‌ نظرونه اخیستل شوي دي.
د ایشا فاونډېشن دغه تازه سروې چې نن سې شنبه د«لېندۍ پر۱۳مه» په کابل کې خپره شوې د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه د افغانانو نظریاتو ته ځای ورکړی چې د راتلونکې په اړه د افغانانو په خوشبنۍ د تېر کال په پرتله کوم بدلون نه دی راغلی.
د ایشا فاونډېشن بنسټ رئیس روح الله احمدزي د دغه سروې د وړاندې کولو پرمهال وویل چې په دغه سروې کې له ۶۰سلنو څخه زیاتو افغانانو د خپل راتلونکې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه سروې وايي، چې له وسله والو مخالفینو سره د افغانانو خواخوږي په کمېدو ده او ۸۲سلنه پوښتل شوو افغانانو ویلي چې له طالبانو سره هېڅ خواخوږي نه لري.
په دغه سروې کې پوښتل شویو ۷۹ سلنه افغانانو طالبان د هېواد په لوېدیځ کې د خپل سیمه ییز امنیت په اړه یوی لوی ګواښ او ۵۷ سلنه نورو افغانانو په ختیځ کې داعش ډله د خپل امنیت په اړه د یو لوی ګواښ په توګه یاد کړي دي.
د ایشا فاوندېشن تر سره شوې سروې ښه یي د مدني ازادیو په اړه د افغانانو وېره چې په ۲۰۱۷ کال کې ۵۲سلنه وه په ۲۰۱۸کال کې ۶۲ سلنه زیاته شوې ده.
۷۳سلنه پوښتل شوو افغانانو ویلي چې په سوله ییزو لاریونونو کې د ګډون په اړه وېره لري، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۶ میلادې کال کې دغه وېره ۱۳ سلنه وه. دا چې هېواد په سم لوري روان دی د افغانانو نظرونه پر خپل ځای ثابت پاتې دي.
۳۳ سلنه افغانانو ویلي چې هېواد یې پر سمه لوري روان دی، هغوی ویلی چې په امنیت، بیارغونې، حکومتدارۍ، د ښځو حقوقو، او اقتصاد کې ښه والی راغلی دی.
خو له ۶۰سلنو څخه زیات افغانانو ویلي چې هېواد یې په سم لوري روان دی، او ویلي چې نا امني، بېکاري، بد اقتصاد، د بیو جګوالی، هغه لاملونه یاد کړي چې و وايي هیواد یې په سم لوري روان نه دی.
​په دغه سروې کې پر ډمکراسۍ، انتخاباتو، پر دولتي بنسټونو او د خدماتو پر وړاندې کولو د خلکو باور زیات شوی، خو نا امني، د اقتصاد د خرابوالی، د پارلماني‌ انتخاباتو ځنډېدل هغه څه یاد کړي چې د دوی پر راتلونکې تاثیر کړی دی.
 


د مطلب کود: 175267

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175267/۸۲سلنه-افغانان-له-طالبانو-سره-خواخوږي-نه-لري-سروې

آوا
  https://www.avapress.com