کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې «تمیم شنسب» او ساتونکې له ۲۳ساعته مقاومت وروسته ونیول شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 قوس 1397 ساعت 15:41

د کابل امنیه قومانداني وايي، په شهرنو سیمه کې د «تمیم شنسب» په ګډون د هغه ۱۸ ساتونکي نن غرمه نیولي دي نښته پای ته رسېدلې ده.




د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد نن سې شنبې امریکا غږ ته وویل چې له یادو کسانو څخه ۱۵ میله سپکې او درنې وسله هم نیول شوي‌ دي.
هغه وویل چې په دغه څه باندې ۲۳ساعته مقاومت کې د «تمیم شنسب» وسله والو ته تلفات اوښتي خو زیاته کړه چې کره معلومات یې معلوم نه دي.
پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل چې د تمیم شنسب په نوم کس د یوه خصوصي شرکت مسؤل دی.
ښاغلي دانش وویل په کوم کور چې تمیم شنسب اوسېدی پر دغه کور باندې حقوقي دعوه وه چې د محکمې د حکم لمخې باید نوموړي دغه کور تخلیه کړی وای چې وسله وال مخالفیت یې وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې د تمیم شنسب په شمول له ټولو نیولو شوو کسانو څخه څېړنې کېږي او قانون ته به وسپارل شي.
 


د مطلب کود: 175272

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175272/کابل-کې-تمیم-شنسب-او-ساتونکې-له-۲۳ساعته-مقاومت-وروسته-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com