دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 175278
ملګري ملتونه په سوله کې د ښځو د فعاله ګډون غږ کوي
د سولې په بهیر کې د ښځو بشپړ، مساوي او معتبر ګډون د سږکال د افغانستان د پرانستو نړیوالو ورځو د غونډو اصلي محور و، چې د هیواد په کچه یې د ښځو، سولې او امنیت په اړه خبرې کولې.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر تدامیچي یاماموتو وویل: " سره له دې چې ښځې د جګړې له امله هغومره اغیزمنې شوي دي لکه نارینه، خوبیا هم په افغانستان کې د سولې په بهیر کې د میرمنو د ګډون په اړه جنسیتي نابرابري لاهم دوام لري، د جګړې د پای ته رسولو او اوږدمهاله ثبات لپاره د سولې په خبرو اترو کې د ښځو ګډون اړین دی. ښځې باید فعاله مشارکت او د سولې په بهیر کې برخې اخیستنې ته چمتو وي او دسولې په اړه د مذاکراتو په ټیم او مشورتي بنسټونو کې باید له دوی څخه استازولي وشي. "
په کابل کې د پرانستو ورځو د وروستۍ غونډې پرمهال، چې د یوناما او د جنسیتي برابرۍ او د ښځو پیاوړي کولو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې (UN Women) له خوا یې کوربه توب کیده، د جنسیتي برابرۍ ۳۰ فعالینو له ملګرو ملتونو سره د سولې لپاره خپلې ژورې اندیښنې او لومړیتوبونه شریک کړل.
په دې غونډه کې ګډون کوونکو د سولې پروسو کې د سولې جوړونکو، فعالانو، مدافعینو، منځګړیتوب کوونکو او مذاکره کووونکو په توګه د ښځو د معتبر ګډون پروړاندې ننګونې په ګوته کړې، او همدارنګه هغه فرصتونه یې په ډاګه کړل چې د ښځو غږ اوچت کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې ښځې د مذاکراتو په میز کې ګډون لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې مشرې، اتیلا میلر وویل: " کله چې میرمنې مشري کوي او د سولې په بهیر کې برخه اخلي، نه یواځې سوله اوږد مهاله کیږي، بلکې ښځې هم حق لري چې په افغانستان کې د سولې خبرو اترو کې برخه واخلي. د افغانستان راتلونکي په اړه هیڅ پریکړه باید د ټولو اتباعو د بشپړ ګډون پرته ترسره نه شي، کوم چې د دوی راتلونکې اغیزمنوي، او همدارنګه د سولې هیڅ یو بهیر به د ښځو د مستقیمې ښکیلتیا پرته بشپړ او تلپاتې نه وي."
د جنسیتي مساوات مدافعین یادونه کوي چې، د کورنۍ نارینه غړو لپاره عادي خبره ده تر څو د کور د ښځینه غړو له کور څخه بهر په هر ډول فعالیتونو بندیز ولګوي، او ټینګار کوي چې د ښځو بشري حقونو ته د درناوي، ساتنې او پیاوړتیا په برخو کې پاتې راتلل او د دوي پر وړاندې دوامداره تبعیض په افغانستان کې د شخړو د حل په برخه کې د دوی د ګډون وړتیا محدودوي.
د غونډې ګډونوالو د سولې په بحثونو کې د ښځو غږونو اوریدو په وړاندې د خنډونو له منځه وړلو د اړتیا په اړه خبرې وکړې. همدارنګه عمومي ناامني او د ژورنالستانو، د ښځو د حقونو فعالینو او د ښځو لوړ پوړو مشرانو په ګډون د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو پر وړاندې هدفي بریدونه هغه خنډونه و، چې ګډونوالو یې یادونه وکړه.
پرانستې نړیواله ورځ په ۲۰۱۰ کال کې رامنځ ته او د دې لپاره ډیزاین شوې تر څو د ښځو، سولې، او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو په پلي کولو کې د نړۍ په کچه د ملګرو ملتونو د مشرتابه او د ښځو سازمانونو او د ښځو د جنسیتي برابرۍ مدافعینو ترمنځ د خبرو اترو مرسته وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfetdycw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته