د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد د هغه هېواد له مشرتابه سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی.
پاکستان تأیید کړه چې زلمی خلیلزاد اسلاماباد ته رسېدلی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 قوس 1397 ساعت 17:29
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد د هغه هېواد له مشرتابه سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی.
تر دې یوه ورځ مخکې، د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ د پاکستان صدراعظم ته یو لیک ور واستاوه او له هغه یې غوښتنه وکړه چې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته وکړي.
د جرمني خبري اژانس په حواله، اسلام اباد د ټرمپ د دې حرکت هرکلی کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن سې شنبه د ډسمبر۴مه، په یوه بیان کې ویلي، پاکستان پر خپل تعهد ټینګار کوي چې غواړي له ښه نیت سره په افغانستان کې سولې ته زمینه برابره کړ
د مطلب کود: 175282