دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 175283
د سرپل ولایت صیاد ولسوالی امنیه قوماندان ووژل شو
په شمال سرپل ولایت کې د صیاد ولسوالی امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني تائیدوي، چې د د صیاد امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی.
نوموړی زیاته کړه، چې وسله والو طالبانو تېره شپه صیاد ولسوالی پر مرکز بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې یې قوماندان نظامي او د هغه دوه ساتونکي ووژل شول.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرپل د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د سرپل په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcbwsb8frhbz5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته