دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 175284
افغان سولې اړوند ترامپ لیک ته د پاکستان ځواب
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړی وزیر عمران خان ته یو لیک استولی او په افغانستان کې د موجودو ستونزو په هوارولو کې یې د اسلام اباد د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې ولسمشر ټرمپ دا منلي چې روانه جګړه امریکا او پاکستان ته یې زیانونه اړولي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاری او ملګرتیا د تمدید لپاره  فرصتونه باید ولټول شي.
خبرپانه زیاتوي، چې اسلام اباد د ولسمشر ټرمپ د لیک په ځواب کې ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره اسلام اباد تل د سیاسي حل لارې ملاتړ کړی دی او په اړه یې د امریکا د وروستی پریکړې هرکلی کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د اسانتیاو برابرولو لپاره پاکستان بیا خپله ژمنه تازه کوي او دا روښانه کوي چې په افغان ستان کې سوله او ثبات یو ګډ مسئولیت دی.
 
https://avapress.com/vdcc4pqs02bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته