دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۳
د مطلب کود : 175285
سرپل والی: که کابل توجه ونه کړی نو صیاد ولسوالۍ طالبانو په لاس سقوط کوی
د سرپل والي وايي، که کابل مرسته ونه‌کړي، د صیاد ولسوالۍ سقوط کولای شي.

والي عبدالقادر اشنا پّه دی اړه رسنیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د صیاد ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې وه چې تر سهاره روانه وه.
په‌دې حمله کې د صیاد امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي او د هغه دوه ساتونکي هم ووژل شول.
والي وویل چې وسله والو طالبانو په صیاد کې د ملي اردو یوه او د ملي پولیسو دوه پوستې ونیولې او اور یې ور واچاوه.
د سرپل د والي په وینا، د صیاد ولسوالۍ سقوط به د سرپل امنیت کمزوری کړي.
https://avapress.com/vdcdjk0fkyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته