دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 175332
ملی تدارکاتو کمېسیون د ۱۱.۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۴۴ تدارکاتی پروژی تایید کړ
ارګ ماڼی وایي، د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه، چې په ترڅ کې یې ۴۵ تدارکاتي مورده وارزول شول او د څه باندې ۱۱،۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۴۴ مورده منظور شول.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د غور ولایت پنځه مېګاواټه لمریزې برښنا پروژه هم په منظور شویو تدارکاتي مواردو کې شامله ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه راز په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۷ لیلیو د جوړولو پروژو قرارداد د ورکړې منظوري،  په ۲۷ ولایتونو کې د ۲۷ ورزشي جمنازیمونو او د کنفرانسونو د تالارونو د جوړولو قرارداد، په ۳۴ ولایتونو کې د ۳۶ جوماتونو او فاتحې صالونونو د جوړولو قرارداد، په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۰۲ تم‏ځایونو د جوړولو قرارداد پروژه او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مالي او اداري عملیاتي او حمایوي واحد لوی ریاست اړوند د هرات ولایت تاریخي ګودامونو د ترمیم پروژې قرارداد چې په دغو تدارکاتي مواردو کې شاملېږي.
د ارګ ماڼی له مخې، په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پر رئیس او غړو سربېره، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د ملي شورا د مالي او بودجې او اقتصاد کمېسیونونو ملي څارونکو هم حضور درلود.
 
https://avapress.com/vdcgwn9qxak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته