کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونه د خوګیاڼو ولسوالۍ په اصلي او مخکیني مرکز کې ځای پر ځای شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 قوس 1397 ساعت 12:02

هاخوا تیره ورځ افغان ځواکونه د خوګیاڼو ولسوالۍ په مخکیني اصلي مرکز کې چې شاوخوا پنځه کاله مخکي تري وتلي وو، مؤقتا ځای پر ځای شوي دي.



د غزني ولایت د خوګیاڼو او ګیلان ولسوالېو په اړوندو کې د ائتلاف ځواکونو په هوایې عملیاتو او د پولیسو په یوه کمین کې د دولت(۱۶) وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتي، (۱۸) تنه یې ژوندي نیول شوي او افغان ځواکونه تیره ورځ د خوګیاڼو ولسوالۍ په اصلي او مخکیني مرکز کې ځای پر ځای شوي دي.
په لومړي اقدام کې پرون سهار (۷:۳۰) بجي افغان او ائتلاف ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ په میرزا خیل، زړه کلا او چهارکلا سیمو کې هوایې عملیات ترسره کړي، چې پکي د دولت (۱۲) تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او (۱۸) تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
هاخوا تیره ورځ افغان ځواکونه د خوګیاڼو ولسوالۍ په مخکیني اصلي مرکز کې چې شاوخوا پنځه کاله مخکي تري وتلي وو، مؤقتا ځای پر ځای شوي دي.
دغه راز تیره ورځ له غرمي وروسته شاوخوا(۳:۰۰) بجي د ګیلان ولسوالۍ په شینکۍ سیمه کې د پولیسو د یوه کمین په ترڅ کې د دولت (۲) تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او (۲) نور ټپیان شوي دي.
په یادو عملیاتو او کمین کې ملکي کسانو او امنیتي سرتیرو ته زیان ندی اوښتی


د مطلب کود: 175337

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175337/افغان-ځواکونه-د-خوګیاڼو-ولسوالۍ-په-اصلي-او-مخکیني-مرکز-کې-ځای-پر-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com