دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 175341
د ۱۳۹۷ کال په کانکور کې ۶۸۵۰ سیټونه نجونو ته ځانګړي شوي دي
د ۱۳۹۷ کال په کانکور کې ۶۸۵۰ سیټونه نجونو ته ځانګړي شوي دي. دغه راز د هیواد په پوهنتونونو کې د رهبرۍ په کچه د ښځو د ګمارنې لپاره هر اړخیزه طرحه چمتو شوې، چې په پلي کېدو سره به یې د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د ښځو حضور زیات شي."
د لوړو زده کړو وزارت ویاند، فیصل امین:" لوړو زده وزارت د خپل ستراتیژیک پلان له مخې په ۱۳۹۷ مال کې د هیواد د لوړو زده کړو د نظام د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره اقدامات تر سره کړي دي.
:" دغه راز لوړو زده وزارت د تحصیلي نصاب د پرمختګ او بیا کتنې په برخه کې، ۱۶۵ تحصیلي څانګې د بیا کتنې په پلان کې شاملې کړې دي."
" تر دې مهاله د دوو کلسترونو(حقوق او کرنې) بیا کتنه بشپړه شوې او تمه ده، چې د روان کال تر پایه به د ۶۵ نورو کلسترونو بیا کتنه هم بشپړه شي."
فیصل امین:" د روان مالي کال له پیله تر دې مهاله د لوړو زده کړو وزارت پراختیایي بودجه څه باندې ۷۰ سلنه لګول شوې او تمه ده، چې د همدې کال تر پایه به دا کچه له ۹۰ سلنې څخه زیاته شي."
هغه وویل:" د ۱۳۹۷ کال په کانکور کې ۶۸۵۰ سیټونه نجونو ته ځانګړي شوي دي. دغه راز د هیواد په پوهنتونونو کې د رهبرۍ په کچه د ښځو د ګمارنې لپاره هر اړخیزه طرحه چمتو شوې، چې په پلي کېدو سره به یې د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د ښځو حضور زیات شي."
د لوړو زده کړو وزارت ویاند ته وویل: ۱۵۹۰  تنه محصلین د مسلکي زده کړوه په موخه له هیواد څخه بهر استول شوي دي. دغه راز ۱۷۰ استادان په کور دننه د ماسټرۍ پروګرام کې شامل شوي، ۴۸۴ استادان او کارکوونکي د ماسټرۍ او ۳۸ نور د دکتورا په پروګرامونو کې بهر ته لېږل شوي دي."
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtn9qqak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته