کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب ولایت ګرزیوان ولسوالی کې د طالبانو یو ډلمشر د خپلو ملګرو سره ووژل شو

14 قوس 1397 ساعت 17:22

د افغانستان شمال کې د افغانستان ملي پوځ ادعا کوي، چې د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالی کې د طالبانو یو ډلمشر له خپلو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی.



په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د افغان پوځ کومانډو ځواکونو د ګرزیوان ولسوالی په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د وسله والو طالبانو درې غړي وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د طالبانو یو ډلمشر د هغه دوه ملګري شامل دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، په دغه عملیات کې د طالبانو دوه وسله وال ټپیان هم شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فاریاب  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 175353

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/175353/فاریاب-ولایت-ګرزیوان-ولسوالی-کې-د-طالبانو-یو-ډلمشر-خپلو-ملګرو-سره-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com