دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۲
د مطلب کود : 175353
فاریاب ولایت ګرزیوان ولسوالی کې د طالبانو یو ډلمشر د خپلو ملګرو سره ووژل شو
د افغانستان شمال کې د افغانستان ملي پوځ ادعا کوي، چې د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالی کې د طالبانو یو ډلمشر له خپلو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د افغان پوځ کومانډو ځواکونو د ګرزیوان ولسوالی په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د وسله والو طالبانو درې غړي وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د طالبانو یو ډلمشر د هغه دوه ملګري شامل دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، په دغه عملیات کې د طالبانو دوه وسله وال ټپیان هم شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فاریاب  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcjiievtuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته