دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 175400
ښاغلی نیکولاس کی په افغانستان کې د ناټو د راتلونکي لوړپوړي ملکي استازي په توګه وټاکل شو
په افغانستان کې د ناټو لوړپوړی ملکي استازی د افغان دولت او ناټو تر منځ اړیکې ټینګوي او د ناټو د غوڅ ملاتړ د بریالیتوب په موخه کار کوي، د غوڅ ملاتړ ماموریت افغان پولیسو او امنیتي ځواکونو ته زده کړې او مشورې ورکوي او ورڅخه ملاتړ کوي.
د ناټو عمومي منشي ښاغلي جنز سټولټنبرګ پرون د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ښاغلي نیکولاس ګمارنه اعلان کړه. ښاغلی نیکولاس به خپله نوې دنده د ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې پیل کړي.
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر وایي:
"ښاغلی نیکولاس کی د افغانستان د سیاسي پرمختګونو په اړه خورا ډېره تجربه لري اود خپلې تجربې نه په ګټه اخیستنې سره به وکولای شي چې په بریالیتوب سره د ناټو د لوړپوړي ملکي استازي په توګه خپله دنده پیل کړي. نوموړي په افغانستان کې د برتانیې د سفیر په توګه نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي چې زه ترېنه مننه کوم.
د تاوتریخوالي سره سره، مونږ په افغانستان کې د سولې په پروسه کې د لومړني پرمختګ شاهدان یوو. برتانیه د خپلو نړېوالو ملګرو سره یو ځای د سولې په موخه د افغان دولت د هڅو نه ملاتړ کوي"
ښاغلي نیکولاس داسې وایي:
"ویاړم چې د ناټو د عمومي منشي له خوا په افغانستان کې ددې ماموریت د لوړپوړي ملکي استازي په دنده وګمارل شوم. زه په افغانستان کې د ناټو د مخکیني ملکي استازي ښاغلي زمرمن لاس ته راوړنې ستایم. په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو په موخه د ناټو د سیاسي او ډیپلوماټیکو هڅو مشري کول به زما تر ټولو مهم لومړیتوب وي. زه به د افغان دولت او نړیوالې ټولنې سره له نژدې کار وکړم تر څو افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د تل پاتې سولې په لور د پام وړ پرمختګ وکړي."
په افغانستان کې د ناټو لوړپوړی ملکي استازی د دغه ماموریت سیاسي او نظامي موخو ته د رسېدو لپاره اړینې چارې پرمخ بیایي او په کابل کې په رسمی توگه د ناټو د سیاسي مشرتابه استازیتوب کوي. نوموړی همدارنګه د افغان دولت، مدني ټولنې، د نړیوالې ټولنې د استازو او ګاونډیو هېوادونو سره همکاریو د ټینګښت مسولیت په غاړه لري.
د ښاغلي مارک سیډول او ښاغلي سایمن ګاز نه وروسته ښاغلي نیکولاس دریم برتانوی دی چې په افغانستان کې د ناټو د لوړپوړي ملکي چارواکي په توګه په دنده ګمارل کېږي چې د افغانستان سره د برتانیې ژمنتیا په ډاګه کوي.
ښاغلي نیکولاس په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د برتانیې د سفیر په توګه په دنده وګمارل شو چې د روان کال د ډیسیمبر میاشت کې به خپله دنده سر ته ورسوي. په کابل کې د برتانیې د سفارت مرستیال ښاغلی جایلز لیور به د نوي سفیر د ټاکنې پورې د شارژدافیر په توګه دنده تر سره کړي
 
https://avapress.com/vdccxpqsx2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته