دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 175405
د پروان والی: ځینی حکومتی لوړپوری چارواکې د جنایتکارانو څخه ملاتړکوی
ډیر داسی کسان چی په پروان ولایت کې په قتل، اختطاف او ملکی کسانو وژنو باندی لاس وهی ډیر یی حکومتی لوړيوری چارواکو نږدی کسانو څخه دیاو یا هم د چارواکو له لوری ملاتړ یی کیږی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، فضل الدین عیار؛ د پروان والی د دسامبر دریم؛ معلولیت لرونکو کسانو نړیوال لمانځنی ورځ کې وویل: ډیر داسی کسان چی په پروان ولایت کې په قتل، اختطاف او ملکی کسانو وژنو باندی لاس وهی ډیر یی حکومتی لوړيوری چارواکو نږدی کسانو څخه دیاو یا هم د چارواکو له لوری ملاتړ یی کیږی.
ښاغلی عیار که څه هم دکوم خاص شخص څخه نوم ونه اخیستل خو وایی چی ځینی لوړپوری دولتی چارواکې په ملی شورا کې د جنایت کارانو څخه ملاتړ کوی.
ښاغلی عیار غیری مسؤول مسلح کسانو او اختطاف کوونکو ته خبرداری ورکړ چی ډیر ژیر به هغوی شناسایی او قانون له لاری هغوی ته جزا ورکول کیږی.
دا یواځی د پروان والی نه دی چی ځینی چارواکې د جنایتکارانو څخه په ملاتړ باندی تورنوی، بلکه مخکې ددی ولایت پولیسو قوماندانی امنیت آمرهم دمجرمینو آزادیدو په دلیل د عدلی او قضایی نهادونو له لوری، شکایت کړی وو.
 
https://avapress.com/vdchvmnzm23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته