دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 175408
په غزنی ولایت کې څه باندی ۴۰ تنه پاکستانی طالبان وژل شوی
د افغانستان په جنوب ختېځ کې افغان پوځ ادعا کوي، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو او د بهرنیو قواوو په هوایي بریدونو کې څه باندې ۴۰ پاکستاني طالبان وژل شوي دي.

په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او په افغانستان کې میشت بهرنیو ځواکونو د غزني ولایت د ناوې، خوګیاڼي او ګیلان ولسوالیو کې عملیات او هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۷۲ وسله وال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې ۲ تنه وسله وال ټپیان هم شوي او ۱۷ نور د امنیتي ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په وینا، په وژل شویو کې څه باندې ۴۰ پاکستاني طالبان هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د طالبانو یو ډلمشر جبار هم په دغو عملیاتو کې وژل شوی دی او د دښمن ۱۸ موټرسایکلونه او څه باندې ۴۵ ګاډی لمنځه تللي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcawmn6a49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته