دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 175409
زلمی خلیلزاد د سولې اړوند سفرونو راپور ولسمشر غنی سره شریک کړ
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغاستان د سولې اړوند سفرونو راپور له افغان چارواکو سره شریک کړ.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان دسولې لپاره د امریکا متحدو ایالتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي”په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، ډاکټر خلیلزاد جمهوررئیس ته په افغانستان کې د سولې د هڅو په خاطر د سیمې ځینو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او سیمې ته د خپلو راتلونکو سفرونو په اړه یې هم خبرې وکړې. “
ولسمشر غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو و زارت ځانګړي استازي هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې افغان حکومت په جنیوا کنفرانس کې خپل  مذاکره کوونکی ټیم اعلان کړ او په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره زمونږ اراده جدي ده.
د ارګ ماڼی له مخې، د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، د سولې ګډې هڅې باعزته او پایداره سولې ته د رسېدو په برخه کې  له موږ سره مرسته کوي.
 
https://avapress.com/vdcbgsb89rhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته